د اقتصاد او سیاست ونډه په جنګ کې
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

نهمه برخه
دفاعي ستراتیژي:- 
 
موږ ډول ډول ستراتیژۍ تر نظر لاندې ونیولې او مطالعه مو کړلي ، دغه ډول ستراتیژي په سر ددې چې چریکي او ګوریلایی ستراتیژې ته ډیر ورته والۍ لري موږ پخوا ولوستل هر کله چې دشمن قوي وي باید ځانونه ورسره مواجه نه کړو او همیشه ورباندې باثقین او تصادفی حملې وکړو ځکه زور مو نه ورته رسیژي او تل ترله په قوی دشمن باید دشا نه حمله وشي ،په سر ددې چې زموږ خلک یوه اصطلاح لري او هغه دا چې واي دشمنان ترسو وخاین از پشت سر سرما حمله کردن که به حساب نامردی ویا ناجوانی تعریف شده است ، ولې این حرفها به درد نمی خورد نر کسې است که دشمن را به زانو دراورد ولو کي به هر تاکتیک باشد .
ډیر مثالونه په دغو مواردو شته لکه ( بندر ګوادر په بلوچستان کې ډیر اسیب پذیر بندر دی که په دغو بندر ډول ډول چریکي حملې وشې او دلته لارې - بندر - ماشین الات لکه جر سقیل ویا پهره داران او نور ګودامونه لوټ شي او خلک تلفات وویني نو د پاکستان دحکومت او خلکو تر منځ یوه بې باوري را منځ ته کیژي، لویه بې اعتمادی را منځ ته کیژی او د اقتصادی لحاظه غټه ضربه خوري او بل اخره زموږ خواهشاتو ته غاړه ایږدي ، یا که د پاکستان په هوايي اډو یا ریل خطونو - یا ترانسپورت - یا بنادرو یا نظامی قشلو یا اتومی دستګاوو حملې تنظیم شي هرو مرو زموږ خواهشات چې ددیورند د نام نهاده خط لغوه کول دي مني، یو بل مثال امریکا کمیاوې وسلې خپلو نوکرانو او اجیرو مزدورو سوریه یانو ته ورکړې چې په خلکو ېې استعمال کړۍ او وروسته فورا دوی په خپله اعلان وکړو چې دسورېې حکومت په مخالفینو کمیاوي وسله استعمال کړیده ،او یوه انګیزه ېې د خپل نظامی تعرض په سوریه باندې ځان ته پیدا کړه ، یا په افغانانو هره ورځ طالبان هر چیرې حملی کوي او ولایتونه نا ارامه کوي او دوی ( امریکا یان ) په خپله هدف او کوردینات هم ورکوي تر څو خلک ډیر تلفات وویني او د دولت د بیکفایتۍ نه ناراضه شي نو دلته د کرزي دولت ته وايي که زموږ سره امنیتي ټړون لاس لیک نه کړۍ نو موږ مکمل وزو ، یا ډ افغانستان د اشغال په خاطر ېې ۳۰۰۰ تنه امریکایان قربان کړل او دوه ( توین تاورونه ) ېې په خپلو اجنتانو بمبارد کړل او نړۍ ته ېې وویل چې دا د القاعدې کاروو او القاعده د نړۍ له پاره غټ ګواښ دی ، جنګونه (( په اقتصاد او سیاسي پوهي )) تل تر تله په نړیواله سویه تر سره کیژي ، که اقتصاد ضعیف وي اصلا څوک یوه ورځ جنګ نه شي کولای مثلا افغانستان د امریکا ګروګان دی ( سلاح نه لري - پیسې نه لري - تعلیم او تربیه ېې افسران او سربازان نه لري - تیل نه لري - مواصلاتی لاری نه لري - دشمنان ېې اتومی سلاح لري - مذهبیون ورسره مخالف دی - حکمتیار - حقانی - طالبان په خپله امریکا ورته تربیه - تسلیح او اکمالوي او ورته ېې لمسوي - د سمت او ژبې نفاق ېې تقویه کړۍ دی ، په تلویزیونو کې ورته دول ډول تبلیغات کوي - (غله ته وايي د کور خاوند بیدار دی او دکور خاوند ته وايي غل دره غۍ ) په عوض ددې چې زمو په سیندونو د برق لوی بندونه جوړ کا او مځکې خروبې شي او برق مو په وطن کې تولید شي دا کار ېې و نه کړو او په ځای ېې ( قراردادی ) برق د تاجکستان -ترکمنستان او ازبکستان ) څخه راوستلو چې هره شیبه هغه هیوادونه وغواړي یو سویچ ګل کا نو به کوم ډول فاجعه را منځ ته کیژی ( مریضان د عملیاتو په میزو مړه کیژي - د فابریکو ماشینونه دریژي - خلاصه ټول ژوند له منځه ځي ولې دغو شیانو ته د کرزي د حکومت توجه نه وه؟؟  (( یا نه پوهیدل - یا ېې استعداد دبرق دبندو دجوړیدو نه درلود او وزیر ېې یو بیسیواد تورن اسماعیل مقرر کړۍ وو ، - کابینه بیسیواده - دولت بیسیواده - دولت د پاکستان او ایران مزدور او اجیر وو - رشوت او اختلاص او فساد اداری موجونه وهي - هیرویین او تریاک په ټول افغانستان کې د امریکای او په مجموع کې د غربی ماقیا په مرسته کرل کیژی - ترافیکنګ ېې ادامه لري - او غرب ددغو له برکته هر کال ۳۰ ملیارده دالره خپلو هیوادو ته د یورانیمو د غلا په شمول وړي)) .
په افغانستان کې د یوې خوانه د جنګ له برکته او مجاهدینو پههر اړخیزه  همکارۍ (پاکستان او ایران ) د اتومی وسلو خاوندان او قاره پیما راکټونه جوړوي - ډول ډول تولیدات لري - لوړمنزله تعمیرونه - فابریکات - جوړوی او خپل تولیدات په موږ په لوړه بیه خرڅوي ،او په مقابل کې موږ د بازسازۍ او نوسازۍ پروژو ته نه پریږدي،تر څو زموږ اقتصاد په خپلو پښو ودریژي ،دشمنان تل تر تله کوشش کوې زموږ افکار او توجه د جنګ په ادامې سره د ترقۍ او پیشرفت نه را واړوي او کوشش کوې په لارو ماینونه والوزوي تر څو معیوبین او معلولین ډیر شي او په دي ترتیب دخلکو په روحیه او مورال بد تاسیر وکړي او دبلی خوانه نور کسان حاضر نه شي د حکومت سره مساعدت یا مرسته وکړي ،پاکستان همیشه په طالبانو د تیلو تانکرونه سوزوي او نور مالونه لوټوي چې دیوې خوانه تیل قیمته شي دبلی خوانه د افغانۍ ارزش  ضعیف وښيي او اسعار لوړشي  -دبلی خوانه د خلکو روحیه ضعیفه کا - زه پوهیژم چې په افغانستان کې موږ عاجل طیارات - محاربوی تخنیک - ماشین الات زراعتی اوفابریکاتی لوازم نه شو جوړولای او ددی له پاره قوي برق ته ضرورت ده او یوه تخنیکي انقلاب ته ضرورت دی ، نو هغه شي چې موږ کولای شول هغه مو هم ونه کړل  ؟؟
دمثال په دول : - ( موږ د پوست قرقل - سرت بندی او اش او دنور پوستکیو اش او چرمونه تولیدولای شول او په هیواد کی موږ د بوټو - څپلیو - چپلکو - کرمچو - چرمی جمپرو- چرمی کرتیو - چرمی پطلونو - کمر بندو - د اسانو زینونه - جوړولای شول اود پوستکیو نه موږ پوستینچې - پوستینونه - جمپرونه - دستکشونه - خولۍ - مسۍ جوړولای شول - یوازې د پختې یعنې پمبې  نه مو تار - قوی او اوږده پړي او رسۍ - د ګنډلو تار ( کلوله ) -د قالینو ارغچ ( تار )  تکه باب - لباسونه - د تشناب کاغذ - غوړي - چګیت - دکالیو صابون تولیدولای شول-- د لرګیو او چهار تراشو نه مو ( دروازې - کړکۍ - میزونه - چوکۍ - موبل - تختونه - المارۍ - کوتبندونه  زینتي شیان - کاغذ ) تولیدولای شوو ،د نیشکر یا (ګنیو ) نه مو شکره ( بوره ) - د لاسو کاغذ - چاکلیټونه - سانچق - مربا - شربتونه جوړولای شول  - په(  لغمان - هرات - بغلان - کندز -وردګو) ولایتو کې مو د وریجو ګدامونه او د وطندارانو د ضرورت وړ وریجی تولیدولای شوۍ،په ډیرو ولایتو کې چې اوبه شته هلته مو په لسهاوو د مایانو فارمونه جوړولای شول او نن به موږ د ماهی غوښې دحارج نه نه راوړلې اوپه لکهاوو جوړې مرغابۍ ساتلی شوۍ - هلته مو فلمرغان ساتلۍ شوۍ - هلته مو د شاتو مچۍ ساتلای شوۍ - هلته مو په ملیاردهاوو چرګان ساتلای شوۍ چې د پرو نه ېې - دهګیو نه ېې - د ِغوښو نه ېې نن ډیره استفاده کیده - د شدو او کوچو - قیماق- مستو تولید په هیواد کې یو ساده کار وو خو وزیر زراعت یو بیسیواده انسان دی ده د چرګانو غوښې او هګي او شدې او قیماق ) په هیواد کې د ننه تولید نه شوای کړل  - دلاسې صنایعو لکه ( قالین - ګیلم - خورجین - دستکولولنه - جورابلې - دستکشونه - جاکټونه - کرتۍ ګانی د برکې تولیدات - د چکمنې او چپنې لباسونه - خامک دوزی شیان -  د قیمتي ډبرو ډول ډول تولیدات او غمي چې هر کال په حدود د ۳ملیارده ډالر موږ ته لاس ته راتلل خو بد بختانه د مجاهدینو په زمامدارۍ کې ټول قاچاقیژی او دشمنان ورنه ګټه وړي .که زموږ را تلونکۍ حکومت دغو شیانو ته متوجه شي او په اول قدم کې د کلیو نه شروع وکا چې زموږ اکثریت نفوس هم په کلیو کې اوسیژي هرې کورنۍ ته اقلا ۵۰۰ ډالره قرضه ورکا او په اول کال کې ډیره کمه فیصدي ورنه واخلي نو دوهم او نور کلونه به دهقانان په کورو کې ( چرګان - مرغابۍ - فیلمرغان - دشاتو مچۍ  سویان - پسونه - غواوې وساتي او په خپلو کورو کې د ترکاري ډولونه وکري نو به دوی دهر طرفه په ځان متکي شي او مازاد شیان به په بازا رکي خرڅوي ، په کلیو کې قالین بافیو - ګیلم بافیو - سترنجي بافیو - خورجین بافیو - جوراب بافیو - دستکش بافیو - جاکت بافیو - دستکول بافیو- د وړیو نه تار جوړولو ته قرضې ورکا نو تاسې فکر وکړۍ چې په یوه کال کې دهر ولایت نندارتونونه به خلکو ته څومره فایده راوړي او دخلکو اقتصاد به څومره ښه شي او په دیرو مواردو کې به متکي په خپلو تولیداتو شي ، کار خلک دجنګ نه خلاصوي - بیکاري لغو کیژی او په ملیونو کسان په کار کیژي او محاجرین بیرته وطن ته را ګرزي ، او زموږ اقتصاد کرارکرار په پښو دریژي ، ددې تر څنګ نوۍ د اشرف غني احمدزي حکومت باید  اقلا د ( څلورو لویو برق بندو ) تهداب کیږدي چې ډیر اړین دی تر څو دثقیله صنایعو دتهداب له پاره اساس کیښول شي، دلته مهمه مساله داده چې کلیوال اقتصاد په پښو دریژي او زموږ ځوانان داوطلبانه د عسکرۍ دوکلن مکلفیت خدمت ته ځي ځکه کورنۍ ېې اقتصادی مشکلات نور نه لري .
نور بیا :





November 3rd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي